بلخ کې د مها جر نړيوال ورځ  ونمانځل شوه

sadam_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د غبرګولي په (۳۰) د دغه ولايت په ابودوجانه کمپ کې د يوشمېر بنسټونو او همکارو موسسو د استازو په شتون کې  د مهاجر د نړيوالو ورځې د نمانځلو خبر ورکړ.
په لومړي سرکې د بېځايه شوو په استازيتوب يو تن خبرې وکړې، له  دوی سره د ترسره شوو مرستو په اړه يې ډاډ ورکړ  او  په کمپ کې يې د بشري  مرستو، ټولنيزو او بنسټيزو خدماتو د دوام غوښتونکی شو.
وروسته د (UNHCR) د مرکزي دفتر رئيس ښاغلي ليو نال زورا خبرې وکړې او په دغه ولايت کې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د  ترسره شوو فعاليتونو يادونه وکړه او د ملل متحد د سر منشي پېغام چې په همدې مناسب يې را لېږلی و ولوست.
ورپسې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست استازي د موضوع اړوند خبرې وکړې  او په دغه ولايت کې ټولو راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د همکاريو بنسټونو او موسسو له لورې د ترسره شوو مرستو مننه وکړه، د مرستو د زياتوالي او د ژوند د شرايطو د ښه والي په برخه کې يې د ګټورو برنامو پر لاره اچولو  غوښتنه يې وکړه.