سرپل کې نږدې (۲۰۰) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ (۱۹۸) کورنيو سره د غبرګولي په (۲۵) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لورې په بېلابېلو سيمو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته په دوو ګټګوريو کې د اړتيا په نظرکې نيولو سره ( ۲۹) زره (۱۵۰) او (۴۸) زره او ( ۵۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.