پروان کې (۴۶) کورنيو سره  مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (UNHCR) دفتر له لورې د پروان   ولايت د مهاجرينو چارو رياست  په همکارۍ (۴۶) کورنيو سره  د غبرګولي په (۲۱) مه مرستې وشوې.
په يادو کورنيو کې راستنېدونکي او داخلي بېځايه شوي شامل دي، چې  مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته  (۲۲) زره او (۶۰۰) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.