خوست کې زرګونو کورنيو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه
د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې ( ۸) زره او (۲۷) کورنيو ته د غبرګولي په ( ۱۷) مه د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ، مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې په تني، ګربز ولسوالۍ او مرکز کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې.
په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي ووېشل شي.