په يوشمېر ولايتونو کې له درې زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي

sadam_morr
-

په تېرې يوې اوونۍ کې د غبرګولي د (۶) مې څخه تر (۱۱) مې  په (۹) ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې ( ۳۶۵۴) کورنيو سره مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو او طبيعي پېښو له امله په ننګرهار، هرات، فارياب، خوست، باميان، لوګر، جوزجان، بلخ او بدخشان کې زيانمې شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو او آمريتونو په همکارۍ  ور سره د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د نغدي پيسو، البسې او د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې شوي.