لوګر کې له (۲۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
-

د اکرو موسسې له لورې د لوګر ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ (۲۵۱) کورنيو سره چې کورونه يې ويجاړ شوي و د سرپناه د جوړه ولو په موخه د غبرګولي په (۱۰) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې څه موده وړاندې د لوګر ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۵۵۰) امريکايي ډالره د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په شتون کې چې دغه ولايت ته يې د يو پلاوي په مشرۍ کاري سفر کړی و  ووېشل شوې.