غور کې سېلابونو مالي او ځاني زيانونه اړولي

sadam_morr
-

د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت  د راپور له مخې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله (۶) مه مړه شوي او يوشمېر نورو ته مالي زيانونه اوښتي.

د سرچينې په خبره په مرکز فيروز کوه کې (۴) تنه او (۲) تنه په پسابند ولسوالۍ کې مړه شوي او يو جومات، يوه مدرسه او (۷۰) دوکانونه يې ويجاړ کړي.

د غور ولايت سيمه ييزې ادارې د بېړنيو حالاتو يوه کمېټه جوړه کړې، چې پکې د ولايت مقام، د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې، سرې مياشتې، کليو پراختيا، مهاجرينو، روغتيا او استخباراتو رياست استازي شامل دي او د څېړنې په موخه يادې سيمې ته تللي دي.