بلخ کې (۳۰۰) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينوچارو رياست په همکارۍ (۳۰۰) کورنيو سره د غوايي په (۱۹) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مزار شريف د ابو دوجانه کمپ کې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۴۷۷۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې
.