ننګرهار کې بارانونو مالي او ځاني زيانونه اړولي

sadam_morr
-

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې  په دې وروستيو  کې  بارانونو د ننګرهار په بهسودو، سرخرود، کامې، پچير اګام، لعلپورې او ګوشتې ولسواليو کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي او د ستونزو سره مخ دي.
د سرچينې په خبره، د غوايي په (۱۵) مه بارانونو  په يادو ولسواليو کې شاخوا (۳۵۰) کورونه ويجاړه کړي، څلور ماشومان شهيدان شوي، (۲۵) تنه زخمان دي او (۳۵۰) کورنۍ بېځايه شوي دي.
يادې کورنۍ د حکومت او مرستندويه بنسټونو څخه د بېړنيو مرستو غوښتونکي دي.