دخواشينۍ او خواخوږۍ پېغام

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۵ - ۱۹:۵۸
-

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد ملي مشر، جهادي شخصیت، زما او د مولوي صاحب خالص د تېر جهاد ملګری، د سولې کاروان مرستیال، د مهاجرینو چارو وزارت مخکینۍ سلاکار او اوسنی د څارنې او ارزونې رییس خدای بخلي قاري صاحب محمود شاه د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي.

مرحوم قاري صاحب ددې ترڅنګ، چې یو ښه قاري او عالم و، د تېر او اوسني جهاد یوه مخکښه څېره وه، نوموړی په پاکستان کې د مهاجرینو د ستونزو د حل د شورا یو برجسته غړی و او د مهاجرینو د هوساینې لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې

د اسلامي امارت له بریا مخکې وروسته نوموړي د سولې او پخلاینې په برخه کې له مونږ سره نه هېرېدونکی هڅې وکړې او دده د هڅو په پایله کې د زرګونو انسانانو ژوند وژغورل شو

نوموړي هېواد او خلکو ته د یوه ریښتیني خدمتګارپه توګه په بېلا بېلو برخو کې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي، چې نوم به یې تل دخلکو او ولسونو ترمنځ  ژوندی وي.

زه د هغه له درنې کورنۍ سره په دې سترغم کې ځان شریک بولم او ارواښاد ته د لوی خدای ـ جل جلاله ـ له دربار څخه د مغفرت اوجنت غوښتنه کوم، الله پاک دې د ارواښاد کورنۍ له نورو غمونو څخه وساتي.

انالله واناالیه راجعون

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر

الحاج خلیل الرحمن حقاني

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۲۰:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

بېرته خبرونه ته