نږدې (۲۰۰) افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول
(۱۹۱) افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته را انتقال شول.
په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې د معلوماتو له مخې ياد کسان د افغانستان سفارت، په کراچۍ کې د افغانستان قونسل او په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هڅو د پاکستان د سنټر، جونايل اود کراچۍ ښار د لنډي جيل څخه خوشې او د مسافر وړونکو موټرو په وسيله د سپين بولدک له لارې وطن ته را ولېږل شول.