پکتيا کې له زرو زياتې کورنۍ د لمريزې برېښنا څخه برخمنې شوې

anwari_morr
-

 

د (UNHCR) دفتر له لورې د پکتيا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۲۵۰) کورنيو سره د وري په ( ۸) مه د لمريزې برېښنا د تختو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره وړ کسان په نښه شوې وې، هرې کورنۍ ته دوه دوه د لمريزې برېښنا تختې، دوه بطريانې او د اړتيا وړ وسايل د مهاجرينو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په شتون کې ووېشل شوې.