د مهاجرينو چارو وزير د ايران سفير سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په افغانستان کې د ايرن د سفير حسن کاظمي قمي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ښاغلي حقاني د ايران د سفير څخه مننه وکړه او له هغه څخه يې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو سره د نېکې رويه، دحج د مراسمو پرمهال د افغانانو تګ راتګ، د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې سره د همکاريو او په بېلابېلو پېښو کې د وژل شوو افغانانو د جسدونو د لېږد په برخه کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي هم شتون درلود او د ايران د سفير څخه يې غوښتنه وکړه، چې په تېرو ناستو کې چې د افغان مهاجرينو په اړه کومې هوکړې شوي، عملي کړي.
د ايران سفير حسن کاظمي قمي د موضوع اړند خبرې وکړې ويې ويل، موږ د افغان مهاجرينو سره ښې اړېکې لرو او تل هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې لا نږدې کړو او په هغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو شته ستونزې به د اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.