تخار کې له سلو زياتو کورنيو سره د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې
د (DACAR) موسسې له لورې د تخار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۸۲) کورنيو سره د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې په مرکز او ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه، چې پکې (۲۰) قلمه روغتيايي توکي شامل ول ووېشل شوو.