د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څه هېواد ته د کب په ( ۲۱) مه (۳۱۰) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د مهاجرينوچارو رياست د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې (۵۰) کورنۍ، چې (۳۱۰) تنه کېږي د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته وروپېژندل شول.