له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران هیواد څخه د کب په (۱۳ ) مه ( ۱۶۸۲) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې په يادو راستنېدونکو کې (۲۸) کورنۍ چې ( ۱۰۴) تنه کېدل د ( ۱۵۷۸) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې ( ۱۲) کورنۍ چې ( ۴۹) تنه کېږي د (۴۵) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژند شول.