د بلخ ولايت د بېځايه شوو په کمپ کې د مبرزونو، حمامونو او اوبو رسونې شبکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

sadam_morr
-

 

د (ACTION AID) موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د  بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ د البز د بېځايه شوو په کمپ کې  د مبرزونو، حمامونو او اوبو رسونې شبکې  د جوړولو چارې د کب په (۹) مه پيل شوې.

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې د يادې پروژې مالي لګښت (۶۸) زره امريکايي ډالره دی، پکې د اوبو رسونې شبکه، سولر پمپ، د (۳۰) مترو مکعبو په ظرفيت سره د اوبو ذخيره، (۲۴) د لمريزې برېښنا تختې، (۶) شيردانونه چې په (۶) بلاکونو کې به لګول کېږي، تر څو (۲۰۰) څخه زياتو کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي.

همدارنګه (۱۸)  مبرزونه، او (۱۸) حمامونه د ښځينه لپاره دي.

په هغه مراسموکې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د يادې پروژې مدير، د بېځايه شوو استازو، سپين ږيرو او د سيمې خلکو په کې ګډون کړی وه، د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د (Action-Aid) دفتر د فعاليتونو څخه مننه وکړه او له دوی څخه يې غوښتنه وکړه، د مهاجرينو په بېلابېلو ځايونوکې د دا ډول حياتي پروژې زياتې کړي.