د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې محافظوي ديوالونه جوړ شول

anwari_morr
-

 

د سېلابونو د مخنيوي  او د بېځايه کېدو او مهاجرت د کموالي په موخه د هرات  ولايت  په غوريان ولسوالۍ کې د (DRC) موسسې له لورې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ محافظوي ديوالونه جوړ شوي دي.

د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې محافظوي ديوالونه د سل زرو او ( ۷۵۶) امريکايي ډالرو په ارزښت د يادې موسسې له لورې د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ په  کاريز نور محمد، غنجان، فاقدان، شهرآباد  سيموکې جوړ شوي.

د سرچينې په خبره په ياده پروژه کې چې په ( ۷۸) ورځو کې بشپړه شوه، (۱۶۸) تنو کاريګرانو کار کاوه، چې په جوړولو سره يې کرنيزه ځمکه، ويالې، لوی لارې او د استوګنې کورنه د سېلابونو له خطرونوڅخه خوندي شوي دي.