د کډوالو چارو وزارت پناه غوښتونکو مرستيالې د سويډن له سفير سره وليدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳ - ۱۵:۳۴
 پناه غوښتونکو مرستيالې د سويډن له سفير سره

د کډوالو چارو وزارت پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټر عالمې د ترې سه شنبې په ورځ د غويي په ۳مه له غرمې مخکې په کابل کې د سويډن شاهي هېواد له سفير سره وکتل.

دغه ليدنه چې د پناه غوښتونکو مرستيالې په کاري دفتر کې تر سره شوه په کې يه سويډن د افغان کډوالو پر وضعيت او د هغوی د راستنېدنې پر تنظيم بحث او خبرې وشوې.

ډاکټر عالمه د افغانستان او سويډن د هوکړې د عملي کولو غوښتونکې شوه او له هغه هېواده يې وغوښتل چې د زيانمنو کډوالو بېرته راستنېدوته پام او هغوی په جبري ډول ونه باسي او سويډن بايد د افغان کډوالو په بېرته راستنېدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې د ګډې اعلاميې او يا د افغانستان او سويډن له هوکړې ګټه واخلي نه له دواړو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري په ۳۱مه يو افغان کډوال چې د افغانستان او سويډن د هوکړې خلاف هېواد ته راستون شوی و د کډ‌والو چارو وزارت له لورې بېرته هغه هېواد ته ولېږل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته