د پاکستان له زندانونو  لسګونو افغان مهاجر  خوشې شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۸:۳۷
-

د پاکستان د سند ايالت له يوه زندان څخه د (۵) کورنيو په ګډون (۴۰) تنه بنديان خوشې شول.

ياد کسان په پاکستان کې د افغانستان سفارت او د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هلو ځلو د کراچۍ  د استناف محکمې په حکم له بنده خوشې شول.

له زندانه خوشي شوي افغان بنديان به ډېر ژر د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شي.

دغه راز د پاکستان په لنډي او پچه زندانونوکې د ( ۱۶۰) افغانانو د خوشې کولو لړۍ هم د اداري طی مراحلو لاندې ده او په دوه درې ورځوکې به اړونده محاکمه د هغوی د خوشې کېدو حکم صادر کړي.

په اسلام آبادکې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په خبره خوشې شوي بنديان سپين بولدک ته لېږل شوي او د قندهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د سپين بولدک د مهاجرينو آمريت ته سپارل شوي دي.

 

د ويلوده، چې د افغانستان سفارت او په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو وزارت داتشې په هلو ځلو تېرې يوې نيمې مياشت کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشوي شوي اوهېواد ته راستانه شوي  او د پاتې نورو بنديانو د خوشې کولو هڅې روانې دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته