له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۲۷) مه ( ۱۳۳۶) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۱۵۵) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور و پېژند شول.