له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۲۰) مه او (۲۱) مه ( ۱۵۴۷) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکوکې ( ۳۰) کورنۍ، چې (۱۲۴) تنه کېږي (۱۴۲۳) تنه نور يې مجردين ول.، چې له ډلې (۲۸) کورنۍ، ( ۶۰) تنه نارينه، ( ۵۸) تنه ښځينه د (۵۰) تنو نورو مجردينو سره مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژند شول.