بادغيس کې له دوه زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د يونيسف دفتر له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په هکارۍ د مرغومي د ( ۱۴) مې څخه تر ( ۲۰) مې نېټې پورې ( ۲۲۴۹)  کورنيو سره مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې په مرکز کې د بېځايه شوو په کمپ کې اوسېدې خپلو اصلي سيمو  مقر، دره بوم او قادس ولسواليو ته تللې وې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، ژمنۍ کڅوړې، دوه دوه ترپالونه او د پخلنځي وسايل ووېشل شول.