د مهاجرینو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروی کمېټې (NRC) له عمومي رئیس سره وکتل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۸:۲۰
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د کډوالو لپاره د ناروی کمېټې (NRC) موسسې له عمومي رئیس ښاغلي "یان انګلنډ" سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شوو لپاره په مرستو رسولو کې د ستونزو په اړه خبرې وشوې
ښاغلي یان انګلنډ وویل: NRC په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرستې رسولي او په راتلونکي کې غواړو ۷۰۰ زره افغانانو ته مرسته ورسو
نوموړي وویل مونږ ژمنه کوو چې، مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې کوو ا. ا. دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي
نوموړي زیاته کړه، ما مخکې هم په دوحه، اسلو او دلته په افغانستان کې د ا.ا له مشرانو سره ناستې کړي او د یوه ښه دوست په توګه مې په نورو هېوادونو کې د اا دفاع کړې او خلکو سره مې بحثونه کړي
د مهاجرینو چارو وزیر وویل، مونږ په دې هڅه کې یو، چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځته کړو، بشري مرستې باید شرطونه ونلري
نوموړي زیاته کړه، زمونږ او ستاسو هدف، چې اړمنو ته مرستې رسول دي؛ یو دی، ددې لپاره که یوه لاره بنده شي نورې ډېرې خلاصې دي او مونږ ډاډ درکوو، چې په دې برخه کې مونږ درسره پوره همکار یو
خو په یو کیلو او دوه کیلو مرستو د افغانانو ستونزه نه حل کېږي زموږ غوښتنه دا ده، چې دغه مرستې دې په داسې شکل ورکړل شي، چې اساسي ستونزې حل کړي
ښاغلي حقاني وویل بهرنیان دې د افغانستان په اړه له بهره فیصلې نه کوي باید دلته حقایق په پام کې ونیول شي
مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل: کومې ستونزې چې رامنځته شوي ترشا عوامل لري او هغه عوامل باید له منځه یوړل شي، د مرستو بندول بیرته ښځې متاثره کوي او دا فکر پیاوړی کوي، چې دغه مرستې بشري نه بلکې سیاسي مرستې دي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته