لوګر کې لسګونو کورنيو سره د سرپنا په برخه کې مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د لوګر ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د مرغومي په ( ۱۷) مه (۶۱) کورنيو سره د سرپناه په برخه کې مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د مهاجرينو چارو آمريت له لورې په چرخ ولسوالۍ کې سرې او په درې کټګوريو (A,B,C) کې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د اړتيا په نظر کې نيولو سره پلاستيک،د لرګي تختې، بېلچه، کلنګ او سطل ووېشل شو.