له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۱۴) مه ( ۱۰۰۳) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
په يادو راستنېدونکو کې ( ۱۵) کورنۍ چې (۵۳) تنه کېږي د ( ۹۵۰) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره چې له ډلې يې ( ۱۰) تنه ماشومان چې رد مرز شوي و د مرستو په موخه (WARCHILD) دفتر ته ور وپېژند شول.