د پکتيا ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره شو

sadam_morr
-

د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د (UNHCR) دفتر په مرسته د پکتيا ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکو ته د ليندۍ په ( ۱۳) مه روزنير پروګرام ترسره شو.

په ياده برنامه کې د وزارت د پلاوي له لورې  د بشري سرچينو د فورمونو د طی مراحلو  د تګلارې او يوشمېر مالي او اداري مسايلو په اړه معلومات ورکړل شول او د ګډنوالو سوالونو ته ځوابونه وويل شول.