له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۱۳) مه ( ۲۲۳۴) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۵۶) کورنۍ، چې(۲۲۹) تنه کېږي او (۲۰۰۵) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۴۱) کورنۍ، چې (۱۴۶) تنه کېږي د ( ۳۶۳) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.