کندز کې د دوامداره بيا يوځای کېدو لومړنۍ ناسته وشوه
کندز کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو لومړنۍ ناسته د ليندۍ په ۱۳) مه د کندز ولايت د ناستو په تالار کې د والي په مشرۍ او د سکتوري ادارو او ملي او نړيوالو بنسټونو په ګډون ترسره شوه.
په لومړي سر کې د کندز ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د حل په موخه يې د ولايت مقام او مرستندويه بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
و روسته د موسسو استازو هر يو په خپل وار سره د چمتوالي په برخه کې خپل پلانونه وړاندې کړل او د ناستې په پای کې د کندز والي اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.