تخارکې لسګونو تنو سره  د خوراکي توکو مرستې وشوې

Munibullah_Mansoor
-

 خوراک نړيوال سازمان (WFP ) له لورې د تخار ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ د ليندۍ په (۱۲) مه ( ۶۵) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۰۰) کيلو اوړه، (۲۵) کيلو دالنخود، (۱۸) کيلو غوړي، اميدوارو ميرنو ته د تغذيه لپاره (۹) کيلو اوړه او د ماشومانو د خوار ځواکۍ لپاره (۳۰) پاکټه اوړه ووېشل شول.