د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د سمنګان والي سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د ليندۍ په ( ۶) مه د سمنګان ولايت د والي سره ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د سمنګان ولايت د والي حمدالله فضلي سره، په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د وضعيت او د مرستو د وېش د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د وزارت مسلکي مرستيال د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل په برخه کې د ادارو په همغږۍ په ځانګړې توګه د مهاجرينو چارو رياستونو په همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ.
د سمنګان والي په دغه ولايت کې د مهاجرينو چارو وزارت د برنامو په پلي کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ ويې ويل، چې د مهاجرينو په ښارګوټوکې به د ځمکې د غصب مخه ونيسي.
په دغه ليدنه کې امنيه قومندا او د مهاجرينو چارو رئيس هم شتون درلود.
همدارنګه د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د سمنګان ولايت د حضرت سلطان د مهاجرينو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه او (۲۱۶) اړمنو کورنيو ته د (UNHCR) دفتر له لورې د نغدي مرستو د وېش په مراسمو کې يې ګډون وکړ.
د ويلوده، چې د يادو کورنيو له ډلې ( ۱۲) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۶۰۰) امريکايي ډالره ،( ۴) کورنيو ته (۷۰۰) امريکايي ډالره او ( ۲۰۰) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۷۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.
د وزارت مرستيال د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د ادارې کړنې څېړنه وکړه او د څېړنې په جريان کې يې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د کار کوونکو غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.