د مهاجرينو چارو وزارت چارواکو او کار کوونکو ته د (UNHCR) دفتر له لورې د مهاجرينو او راستنېدونکو په اړه نړيوالې پالېسۍ تشريح شوې

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۲۰:۲۹
---

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو او کار کوونکو ته د (UNHCR) دفتر له لورې چمتو شوې نړيوالې پالېسۍ د لړم په (۳۰) مه  په انټر کانتيننتال هوټل کې تشريح شوې.

د ورکشاپ په پيل کې، چې د مهاجرينو چارو وزارت د چارواکو، مسؤلينو او په افغانستان کې  د (UNHCR) دفتر  رئيس ښاغلي لئوناردو زلو  په ګډون ترسره شوه، د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، د موضوع اړوند خبرې وکړې او د دواړو ادارو ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک د يادولو ترڅنګ د مهاجرينو چارو وزارت سره د (UNHCR) دفتر په همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړاو د ياد ورکشاپ ترسره کول يې مهم  او ارزښتناک وبلل.

هغه هيله وښوده، چې  د مرستندويه بنسټونو په همکارۍ به ميليونونو مهاجرينو، راستنېدونکو او بېځايه شوو لپاره لا ډېر او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

وروسته د (UNHCR) دفتر د سيمه ييزې پالېسۍ مسؤل ښاغلي ين دي بيسچوپ  د پناه غوښتونکو په اړه د نړيوال کننوانسيون او  د نيويارک د اعلاميې او موخو په اړه معلومات ورکړل او په دې اړه يې د يوشمېر کار کوونکو  سوالونو ته ځوابونه وويل.

د ويلوده، چې ياد ورکشاپ د مهاجرينو چارو وزارت او (UNHCR) دفتر ترمنځ  د  (PPA-2022) کال د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مرسته تر سره شو.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته