د مهاجرينو چارو وزير د دغه وزارت د دفترونو څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۳۴
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقان ي د لړم په (۲۸) مه د دغه وزارت د دفترونو د کاري بهير څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي حقان ي د دفترونو نه د ليدنې پر مهال له  کار کوونکو څخه د کاري پلان،  کړنو، د پرسونل د شمېر او د هغو ستونزو په اړه پوښتنې وکړې او اړوند مسؤلينو ته يې د يوشمېر ستونزو د حل په موخه لازمې لار ښوونې وکړې.

نوموړ د الهي احکامو او نبوي سنتو په عملي کولو او مراعاتولو باندې ټينګار وکړاو کار کوونکو ته يې وويل، چې ظاهري بڼه او چلند بايد له شرعي احکامو سره سمې کړي.

د مهاجرينو چارو وزير کار کوونکو ته لار ښوونه وکړه، چې خپلې دندې او مسؤليتونه د وخت له ضايع کلو پرته په شفاف ډول ترسره کړي.

هغه زياته کړه، چې ستاسې د دفترونو څخه ليدنه او د کاري بهير څېړنه په بېلابېلو وختونو کې زما او  د وزارت د يوشمېر چارواکو له لورې ترسره کېږي  او د ستونزې پروخت به ورته پاملرنه کېږي.

د ويلوده، چې په تېرو څلورو ورځو کې دا دوهم ځل دی، چې د مهاجرينو چارو وزير د دغه وزارت د دفترونو څخه ليدنه او څارنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته