له (۹۰۰) زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه ( د لړم په (۲۴) مه (۹۵۴) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۳۱) کورنۍ، چې ( ۱۴۲) تنه کېږي ( ۸۱۴) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۲۹) کورنۍ، چې پکې (۷۷) نارينه، (۵۹) تنه ښځينه د ( ۱۹۸) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.