د مهاجرينو چارو وزارت د عودت او ادغام مجدد رئيس د څلور کسيز پلاوی په مشرۍ غزنی ولایت ته سفر وکړ!

sadam_morr

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د عودت او ادغام مجدد رئيس مولوي شکر الله شاکر په مشرۍ د غزني ولايت ته سفر وکړ، هلته يې د مهاجرينو د ښارګوټي څخه ليدنه وکړه، هلته يې د ميشتو کډوالو ستونزې واوريدې، په ښارګوټي کې د شته مسجدونو د چارو ارزونه وکړه.

او همدارنګه یې د ښارجوړونې، حج او اوقافو او پيښو پر وړاندې د مبارزي رياستونو په همغږۍ د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د مسجد د چارو څخه ليدنه وکړه، دا مسجد يې پرځای او د اړتيا وړ وباله او د هغه شته حقوقي ستونزه يې هواره کړه.