د ايران او پاکستان څخه شاوخوا درې زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو، هرات ولايت د اسلام قلعه  او ننګرهار ولايت د تورخم   له لارې   د لړم  په ( ۲۱)  مه او (۲۲) مه  (۲۸۳۸) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه د مهاجرينو د آمر د معلوماتو پر بنسټ د لړم په (۲۲) مه  (۱۸۶۱) تنه افغان مهاجر ( ۷۵) کورنۍ، چې  (۲۹۰) تنه  کېږي  د( ۱۵۷۱) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

 سرچينې زياتوي، چې له ډلې يې (۴۱۵) تنه  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.

د يو بل خبر له مخې د نميروز  ولايت د ورېښمو پل له لارې د لړم په (۲۱) مه (۸۵۵) تنه هېواد ته راستانه شوي.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو د رئيس په خبره (۲۹) کورنۍ چې ( ۱۲۶) تنه کېږي د ( ۷۷۹) تنو مجردينو سره  هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ( ۳۶۴) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.

همدارنګه د ننګر ولايت د تورخم له لارې د لړم په (۲۱) مه او (۲۲) مه  ( ۱۲۵) تنه افغان مهاجر هېواد ته شوي.

د تورخم د څانګې د آمر په خبره (۲۲) کورنۍ چې (۱۴۴۴) يې بې اسناده، ( ۲) کورنۍ، چې (۸)  کېږي  هېواد ته راستانه شوي، چې په معلوماتي سيستم کې د نومليکنې وروسته د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او د (UNHCR) دفتر  ته ور وپېژندل شول.

-