د مهاجرینو چارو وزیر د ایران هېواد له مرستیال سفیر سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۳:۴۵
--

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د ایران اسلامي جمهوریت له مرستیال ښاغلي غلام رضا نجاري سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

په دغه ناسته کې په ایران هیواد کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې

ښاغلي حقاني وویل: مونږ د ایران هېواد له اوږده کوربتوبه مننه کوو او غوښتنه مو دا ده، چې افغانانو ته په ایران کې ټول هغه حقوق پوره ورکړل شي، چې نړیوالو قوانینو کې ورکړل شوي دي

په ناسته کې د افغانستان، ایران، پاکستان او یونیسیار ادارې ترمنځ په څلوراړخیزه ناسته چې د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې وه هم خبرې وشوې

ښاغلي نجاري وویل افغانستان او ایران دوه مسلمانان، ګاونډي او ورونه هیوادونه دي او مونږ ژمن یو چې د قانون په چوکاټ کې افغانانو ته هم هغه حقوق ورکړو کوم حقوق چې پخپله ایرانیانو ته ورکوو

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته