د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې دلړم په ( ۱۱) مه (۲۰۸۹) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نميروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې (۴۰) کورنۍ چې ( ۱۵۹) تنه کېږي ( ۱۹۳۰) تنو مجردينو و، چې له ډلې (۳۷) کورنۍ چې پکې ( ۸۰) نارينه، (۷۱) ښځينه د ( ۲۸۷) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.