د هلمند ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له خوا د (UNHCR) دفتر په مرسته د لړم په (۱۲) مه د هلمند ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه.
د ياد پلاوي په خبره هلمند ولايت د مهاجرينو ښارګوټی د بست د مهاجرينو ښارګوټي په نوم ياديږي چې دلښکر ګاه ښار څخه په (۳۵) کيلومترۍ لېرې په ( ۵) زره جريبه ځمکه کې جوړ شوی.
پلاوي وويل، په تېر وختونو کې په ښارګوټي کې د تيپيک نقشه پلي شوې، خط اندازي ترسره شوې، مګر د نا امنيو او زور واکۍ له امله مستحقينو خپلې نمرې نه دي ترلاسه کړي.
سرچينې زياتوي، چې د ښارګوټي له (۷۰) څخه تر (۸۰) سلنې پورې ځمکه د غاصبينو له لورې غصب شوې ده.