بادغيس کې د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو کمېټه بيا ځلې فعاله شو
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د (UNHCR) دفتر په همکارۍ د لړم په ( ۱۱) مه د بادغيس ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه بياځلې فعاله شو.
د پرانيستې په مراسمو کې چې د سکتوري ادارې د رئيسانو، د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې په دغه ولايت کې ترسره شول ، د بادغيس ولايت والي خبرې وکړې او د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او د مهاجرينو چارو رياست سره يې د اړوندو همکارو مرستندويه بنسټونو په همغږۍ ټينګار وکړ.
وروسته د وزارت پلاوي د بيا يوځای کېدو کمېټې د مسؤليتونو او دندو په اړه ګډنوالو ته معلومات ورکړل.