د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د لړم په ( ۱۰) مه او (۱۱) مه (۳۶۳۲) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د ا سلام قعله د آمر د معلوماتو پربنسټ ( ۱۷۷۵) تنه افغان مهاجرد لړم په (۱۱) مه هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې (۷۲) کورنۍ چې ( ۲۵۵) تنه کيږي او (۱۵۲۰) تنه نور مجردين و.
د سرچينې په خبره له ډلې يې ( ۲۳۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه د نميروز ولايت د ورښمو پل له لارې ( ۱۸۴۷) تنه افغان مهاجرد لړم په ( ۱۰) مه هېواد ته راستانه شوي.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په يادو راستنېدونکو کې (۵۶) کورنۍ چې ( ۱۹۷) تنه کېږي او (۱۶۵۰) تنه نور مجردين و، چې له ډلې ( ۳۱۰) کورنۍ د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.