قندهار کې د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه او معلوماتي سيستم بيا ځلې فعاله شو
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د لړم په ( ۱۰) مه د قندهار ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه او معلوماتي سيستم بياځلې فعاله شو.
په مراسمو کې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شول ، د قندهار مرستيال والي مولوي حيات الله د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د مهاجرينو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه يې د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل او هغوی ته د غور خدماتو وړاندې کولو په برخه کې دې د بيا يوځای کېدو کمېټې او معلوماتي سيستم له لارې د برابرو شوو اسانتياوو په کارولو سره په همغږۍ عمل وکړي.
وروسته د قندهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس د يادې کمېټې او د دولتي او همکارو بنسټونو په اړه چې د کمېټې غړيتوب لري معلومات ورکړل.
د وزارت پلاوي د بيا يوځای کېدو کمېټې د موخو، دندو، د کمېټې د کاري تګلارې او د انلاين معلوماتي سيستم په اړه ګډنوالو ته معلومات ورکړل.
د راستنېدونکو د بيايوځای کېدو ولايتي کمېټه او او معلوماتي سيستم د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مرسته ترسره کېږي.