د ايران څخه له څلور زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات  ولايت د اسلام قلعه  له لارې   د لړم  په ( ۹)  مه او (۱۰) مه   (۴۱۸۱) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د هرات ولايت د ا سلام قعله  د آمر د معلوماتو پربنسټ  ( ۱۸۳۹) تنه  افغان مهاجرد لړم په (۱۰) مه  هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې (۸۳) کورنۍ چې ( ۳۴۳) تنه کيږي او (۱۴۹۵) تنه نور مجردين و.

همدارنګه   د نميروز  ولايت د  ورښمو پل له لارې ( ۲۳۴۲) تنه افغان مهاجرد لړم په ( ۹) مه  هېواد ته  راستانه شوي.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره  په يادو  راستنېدونکو کې  (۳۶) کورنۍ چې ( ۱۵۰) تنه کېږي او (۲۱۹۲) تنه نور  مجردين و.

د سرچينې په خبره د يادو کسانو له ډلې  ( ۷) کورنۍ، چې  (۲۹)  تنه نارينه ،( ۱۴) تنه ښځينه او (۱۸) تنو  مجردينو  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.