د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
---

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات  ولايت د اسلام قلعه  له لارې   د لړم  په ( ۸)  مه او (۹) مه   (۳۱۱۳) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د هرات ولايت د ا سلام قعله  د آمر د معلوماتو پربنسټ  ( ۱۵۲۰) تنه  افغان مهاجرد لړم په (۹) مه  هېواد ته راستانه شوي.

د سرچينې په خبره په يادو کسانو کې  ( ۵۳) کورنۍ، چې (۲۰۳) تنه کېږي ( ۱۳۱۷) تنه مجردين و، چې له ډلې يې (۲۸) کورنۍ چې (۹۱) تنه کېږي د ( ۷۸) تنو نورومجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.

همدارنګه   د نميروز  ولايت د  ورښمو پل له لارې ( ۱۵۹۳) تنه افغان مهاج د لړم په ( ۸) مه  هېواد ته  راستانه شوي.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره  په يادو  راستنېدونکو کې  (۴۲) کورنۍ چې ( ۱۷۱) تنه کېږي او ( ۱۴۲۲) تنه نور  مجردين و، چې له ډلې يې (۴۷) تنه  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.