د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې دلړم په ( ۴) مه (۱۵۸۸) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د يادو راستنېدونکو کې له ډلې (۴۰) کورنۍ چې ( ۱۹۵) تنه کېږي د( ۱۳۹۳) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې زياتوي، چې (۱۹) کورنۍ چې ( ۵۹) تنه کېږي د ( ۶۲) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.