د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې دلړم په ( ۳) مه (۳۲۹۲) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نميروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې (۱۵۵) کورنۍ چې ( ۶۳۲) تنه کېږي د( ۲۶۶۰) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۴۳) کورنۍ چې پکې ( ۹۴) نارينه، (۱۰۰) ښځينه د ( ۱۵) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.