غورکې (۵۰۰) کورنيوته د لمريزې برېښنا تختو دوېش لړۍ پيل شوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ (۵۰۰) اړمنو کورنيوته دلړم په ( ۳) مه د لمبريزې برېښنتا د تختو دوېش لړۍ پيل شوه.
د غور ولايت د مهاجرينو چاروآمريت د معلوماتو پربنسټ ياد کورنيو هرې کورنۍ ته د لمريزې برېښنا دوه دوه تختې، دوه دوه بطرۍ، پېنځه ګروپونه، د اړتيا وړ ساکټونه، يوه کنټرولر چاچر او د لېږد لپاره (۳۰) امريکايي ډالره نغد ووېشل شول.