د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښموپل له لارې دلړم په ( ۱) نېټه (۱۶۸۷) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د آمر د معلوماتو پر بنسټ په يادو راستنېدونکو کې (۳۹) کورنۍ چې (۱۷۲) تنه کېږي د( ۱۵۱۵) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۱۶) کورنۍ د ( ۲۹) تنوښځينه، (۳۴) نارينه د ( ۱۵) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.