په درې ولايتونوکې سلګونو کورنيوسره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه بنستونو له لورې په خوست،دايکندي، هلمند او باغيس کې د تلې په ( ۱۹) مه ( ۸۷۸) اړمو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې په هلمند کې ( ۵۰۰) کورنيوته روغتيايي کڅوړې، د پخلنځي وسايل، فاملي کڅوړې، په خوست کې ( ۱۰۰) کورنيو ته (۵۷۰) امريکايي ډالره، دايکندي کې (۱۱) کورنيو ته د (UNHCR) دفتر له لورې د کور جوړولو په موخه (۱۴۰۰) امريکايي ډالره او په بادغيس کې د (CRDSA) موسسې له لورې ( ۲۶۷) کورنيو ته (۱۰۰) کيلو اوړه، (۱۲) کيلو دالنخود او (۱۰) لېتره غوړې ووېشل شول.