لغمان کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د لغمان ولايت د مهاجرينو اور استنېدونکو چارو رياست په همکارۍ د تلې په ( ۱۷) مه ( ۱۹۱) بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې (۱۷۴) کورنيوته د لغمان ولايت د مهاجرينو رياست له لورې يوه يوه بوجۍ (۵۰) کيلويي غنم، چې د چين هېواد له لورې د مهاجرينو چارو وزارت ته سپارل شوي و او د (UNHCR) دفتر له لورې ( ۱۷) کورنيو ته (۴۸۰۰) امريکايي ډالره،(۱۵) کمپلې، (۱۰) ترپالونه، پلاستيکي بوشکه، روغتيايي کڅوړې، (۴۱) سولري چراغونه او د پخلنځي وسايل ووېشل شول.